د پاکستان تحریک انصاف مشر شاه محمود قریشي د پنجاب حکومت آیی جي څخه د استعفی غوښتنه کړې ده

0
101

باغی ټي وي رپورټ
د تحريک انصاف وائس چيئرمېن شاه محمود قريشي د پنجاب حکومت د آئي جي پوليس فيصل شاهکار نه د استعفې غوښتنه کړې ده۔

شاه محمود قریشي ویلي، که د پنجاب آی جی د عمران خان پر ضد ایف آی آر درج نه کړي، نو باید له دندې ګوښه شي.
تيره ورځ خپل بيان کښې شاه محمود قريشي وئيلي وو چي په عمران خان باندي د حملي ايف آئي آر په اړه ځيني خلق بي وسه ښکاري چي دا ښکاره ده چي په پخواني وزيراعظم باندي حمله شوي ده او پوليس سټيشن ليټ او لعل سره معامله کوي۔

بل لوري ته اسد عمر هم د پنجاب پوليس په کارکردګۍ د تحفظاتو څرګندونه کړې او وئيلي يې دي چې عمران خان د يو نه زياتو ځايونو نه لرې کړی شوی او پنجاب پوليس د پي ټي آئي لانګ مارچ ته په امنيت ورکولو کې په مکمله توګه ناکامه شوی دی .
………………………..

Leave a reply