د عمران خان ژوند ته خطره ده، هغه ته دې په اسلام آباد کښې د غونډې کولو اجازه ور نه کړل شی: ایډوکیټ جنرل اسلام آباد

0
211

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد انتظاميې يو ځل بيا پاکستان تحريک انصاف ته د جلسو او دھرنو ورکولو نه انکار کړی او په اسلام اباد هائي کورټ کې يې جلا درخواست دائر کړی دی.

اسلام آباد هائي کورټ کښې د ايډوکيټ جنرل اسلام آباد لخوا جمع کړے شوي متفرق درخواست کښې د پي ټي آئي د جلسې او دھرنې لپاره د اين او سي ترلاسه کولو درخواست مسترد کړے شوے دے۔
درخواست کې وئيلي شوي دي چې دنومبر په دريمه نيټه دتحريک انصاف په جلسه بريد شوى ؤ چې پکې عمران خان ژوبل شوى اؤ يو تن پکې وژل شوى ؤ، دعمران خان ژوند ته گواښ دى، امنيتي ادارو هم عمران خان ته گواښ کړى دى. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې حالت کې تحریک انصاف ته په اسلام اباد کې د جلسې او دھرنې اجازه نه ورکول کېږي.

د اسلام اباد اډوکېټ جنرل دا هم وئيلي دي چې د سکيورټي الرټ په نظر کښې پي ټي آئي ته په اسلام آباد کښې د ناستې اجازه نه شي ورکولې چې عمران خان مذهبي احساساتو ته صدمه رسولې ده نو هدف ئي هغه وو.
په درخواست کې ويل شوي دي چې په اسلام اباد کې تر دې وړاندې هم د مذهبي تندلاريتوب له امله د وژنو پېښې شوې دي، د پنجاب پخوانى ګورنر سلمان تاثير او پخوانى وفاقي وزير شهباز بهټي هم په ورته پېښو کې وژل شوي دي.

د اسلام آباد اډوکېټ جنرل درخواست کښې دا هم وئيلي شوي دي چې د پي ټي آئي مشرانو اسلام آباد ته د وسلو سره راتلو اعلان کړے دے، پي ټي آئي مشرانو د قانون نافذونکو ادارو په ضد د وسلې استعمالولو غوښتنه کړي ده ولي فواد چوهدري د حکومت نه د کارکنانو په پارولو د غچ اخستو خبره کړي ده۔
……………………

Leave a reply