خبریال ارشد شریف څو مرمۍ لګیدلې وو، رسنیو ته د هغه پوسټ مارټم راپور په لاس راغلې دې

0
153

باغی ټي وي رپورټ
جيو نيوز په کينيا کې د وژل شوي خبريال ارشد شريف د پوسټ مارټم رپورټ ترلاسه کړی دی.

پاکستانی پلټونکو ته د وقار احمد مهم انکشافات
په پوسټ مارټم رپورټ کې د ارشد شریف د مړینې علت ګڼ ټپونه ښودل شوي، په راپور کې ویل شوي چې ارشد شریف د سر له ښي اړخ څخه یوه مرمۍ لګېدلې چې له امله یې مغزو ته زیان رسېدلی او دوهمه مرمۍ د شا په پورتنۍ برخه کې لګېدلې ده. په ښي اړخ ولګېد، هغه مرمۍ چې د ارشد شریف له کمر څخه پورته شوې وه د سینې له ښي اړخ څخه راوتلې وه.
په راپور کې راغلي چې دوهم مرمۍ چې ارشد شریف ولګېده، سږو ته یې زیان اړولی، دواړه مرمۍ د منځني واټن له عصري وسلو څخه توغول شوي دي.

د ارشد شریف پوسټ مارټم ټیم د نورو څیړنو لپاره د بدن د مختلفو برخو نمونې هم ترلاسه کړي دي.
دا خبره د یادونې ده چې په کینیا کې د وژل شوي خبریال ارشد شریف د وژنې په اړه په نیروبي کې د هغه کوربه وقار احمد پاکستاني پلټونکو ته خپل بیان ثبت کړی دی.

وقار احمد پاکستاني پلټونکو ته ویلي دي چې د سلمان اقبال نږدې ملګري طارق وصي د ارشد شریف ته د کینیا د سفر بلنه ورکړې وه او ورته یې د کینیا د ویزې د ورکولو غوښتنه کړې وه او په هره ممکنه طریقه یې ورسره مرسته کړې وه.

Leave a reply