عمران خان په پاکستان کښې ګډوډي رامنځ ته کول غواړي، په ملکي ادارو نیوکې به و نه زغمو: پخوانې ولس مشر ،آصف زرداري

0
154

باغی ټي وي رپورټ
پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د تحريک انصاف په مشر نيوکې کړي او ويلي يې دي چې يو کس په ملک کې ګډوډي غواړي خو په ادارو بريدونه به نه زغمو.

د اصف علي زرداري لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي چې يو کس په ملک کې د ګډوډۍ د خورولو دپاره په هره کرښه تيريږي ، دغه کس ته نه د ملک د سالميت او نه د ملک د ادارو په اړه فکر دی ، دې کس ته يواځې فکر دی . ځواک او له قدرت پرته بل څه نه ښکاري.
هغه زیاته کړه، د هېواد بقا د بنسټونو په بقا پورې تړلې ده او موږ به پر بنسټونو هېڅ ډول برید ونه زغمو.

هغه وويل، چې له ١٩٤٧ کال راهيسې موږ او زموږ بنسټونو له ګډ دښمن سره مبارزه کړې او دوام به ورکوي، دا ځل هم دښمن له دننه څخه بريد کړى دى، هېر نه کړو، آصف زرداری اوویل چې د دښمن دغه دسیسه به هم شنډ کړو.
…………………..

Leave a reply