د پاکستان وزیرخزانه اسحاق ډار ویلي دي چې سعودی عربستان او چین پاکستان ته د ۱۳ ملیارده ډالرو مرستې ډاډ ورکړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د مالیې وزیر اسحاق ډار وايي، چین او سعودي عربستان پاکستان ته د ۱۳ میلیارده ډالرو د مرستې ډاډ ورکړی دی.
خبريالانو سره په غير رسمي خبرو كښې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار ووئيل چې روان مالي كال كښې به چين د قرضونو د ختمولو پشمول 8.8 اربه ډالره مرسته كوي۔
هغه زیاته کړه چې چین به پاکستان ته د 3.3 ملیارد ډالرو په ارزښت د چینایي سوداګریزو پورونو ورکولو سربیره د 4 ملیارد ډالرو په ارزښت د زیرمو بیرته راستنولو رول اوور کړي او چین به د 1.45 ملیارد ډالرو اضافي مالي مرستې چمتو کړي.
اسحاق ډار وويل سعودي عرب به د 4.2 اربه ډالرو اضافي رقم ورکوي چې پکې د 3 اربه ډالرو اضافي ذخيرې او په ځنډول شوې پيسې کې د تېلو اسانتيا شامله ده، سعودي عرب به په ګوادر کې د پيټرو کيميکل کمپلکس جوړ کړي.
…………..





