په عمران خان برید، د برید مقدمه تراوسه پورې نه د درج شوې
باغی ټي وي رپورټ
د تحريک انصاف په مشر عمران خان د بريد مقدمه تر اوسه نه ده درج شوې.
د پوليس ذرائعو ترمخه د معظم د مړي پوسټ مارټم د مقدمې درج کولو نه بغير شوې ولې د پوسټ مارټم نه وړاندې ايف آئي آر درج کول لازمي دي۔
د پوليس ذرائعو وينا ده چي د مقدمې درج نه کيدو له وجي د ملزم ګرفتارۍ سره سره د هغه ګرفتار نه شو کړے شوے ولي د ملزم نويد ويډيو بيان هم د شناخت پريډ عمل متاثره کړے دے۔
سرچينې وائي چې د ايف آئي آر په درج کولو کې د ځنډ له وجې جے آئي ټي جوړ نه شو، د ملزم د اولې ورځې ويډيو د کنجه پوليس سټيشن نه او دويمه د سي ټي ډي څخه ليک شوې وه۔
د سر چینو ترمخه ملزم نويد د زيارت په ورځ سي ټي ډي ته سپارلے شوے دے۔ دا خبره هم د یادونې ده چې د ګجرات ډي پي او هم په یو بیان کښې ویلي وو چې د عمران خان یا د پی ټي آیی له لوري هیڅ کوم تن نه دې راغلې چې په عمران خان د برید ایف آیی ار درج کړي.
………………….