عمران خان سره په برید کښې وژل شوي تن معظم خاوروته وسپارل شوې

0
201

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف د لانګ مارچ پر مهال په ډزو کې وژل شوی معظم ګوندل په وزیر آباد کې خاورو ته وسپارل شو.

د وزيراباد الله والا چوک کښې د پي ټي آئي کنټينر باندې د ډزو په مهال د وژل شوي معظم ګوندل په کور او سيمه کښې د ماتم فضا ده او د هر چا سترګې اوښکې دي.

د معظم ګوندل په جنازه کښې د پي ټي آئي کارکنانو او خلقو په ګڼ شمير کښې ګډون اوکړو چې پکښې مقامي خلقو او وارثانو د ملزمانو خلاف د انصاف او کارروائي غوښتنه کړې ده۔

د کورنۍ د غړو په وینا، معظم دوه میاشتې وړاندې له کویټ څخه په رخصتۍ له خپلې کورنۍ سره د لیدو لپاره راستون شوی و، د معظم ورور غوښتنه کړې چې مجرم ته دې سخته سزا ورکړل شي.

Leave a reply