د عمران خان له لوري په سپریم کورټ د عدالت د سپکاوي د اوریدنې د ځنډولو لپاره درخواست جمع کړې شوې دې

0
146

باغی ټي وي رپورټ
د توهين عدالت په کيس کې د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان وکيل د مې د ۲۵ مې نېټې د پېښو وضاحت لپاره د التواء درخواست جمع کړی دی.

د عمران خان وکيل سلمان اکرم راجا لخوا سپريم کورټ کې د توهين عدالت کيس کې د اورېدنې د ځنډولو لپاره درخواست جمع کړی شوی دی.

درخواست کښې وئيلي شوي چې زما موکل د بده مرغه هسپتال کښې داخل دے ولې د عمران خان په هسپتال کښې داخليدو له وجې په دې اړه جواب جمع کول ممکن نه دي۔

د عمران خان وکيل له لوري غوښتنه شوې چې د مقدمې اورېدنه دې په اوس وخت کې ونه شي.

ياده دې وي چې د تيرې اوريدنې په موقع سپريم کورټ د عمران خان نه د 25م مئ د پيښو په اړه تر يوې هفتې پورې جواب غوښتې وو او وئيلي وو چې په هغه ورځ چې څه شوي هغه بايد بيا نه وي.
………

Leave a reply