د نشه ی توکو د قاچاق کولو هڅه ناکامه کړې شوې ده

0
89

باغی ټي وي رپورټ
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواک پر وخت اقدام کولو سره له کويټې څخه راولپنډۍ ته د نشه يي توکو د قاچاق هڅه ناکامه کړه.

د کوریرونو له لارې په نړیواله کچه د مخدره توکو د قاچاق هڅې شنډ شوي دي خو ANF پرسونل په راولپنډۍ کې د هیواد دننه د کوریرونو له لارې د مخدره توکو د قاچاق هڅه ناکامه کړه.

د اے این ایف ترجمان ترمخه په راولپنډۍ کښي د یو شخصي کورئیر دفتر نه د کوئټې نه ترلاسه شوي پارسل نه 90 ګرامه چرس برآمد شوي دي.

د دې نه علاوه اے این ایف چارواکو د جهلم ټل پلازه جی ټي روډ باندې د یو موټر نه 20 کلو 400 ګرامه چرس او 7 کلو 200 ګرامه تریاک برآمد کړي او د پيښور اوسیدونکی ملزم نیولی دی.

په خيبرايجنسئ کښي د اے اين ايف او ايف سي ګډ کاروائي دوران د پلاسټيکي کڅوړو نه 16 کلو 185 ګرامه چرس برآمد شوي دي۔

بل لوري ته په يو بل کارروايۍ کې د سوات اوسيدونکي يو مسافر چې شارجې ته د اسلام اباد نړيوال هوايي ډګر ته تللى و، د هيروين نه ډک ٧٠ کيپسول برآمد کړل شوي دي، ملزم د پي کى ١٨١ د پرواز نمبر نه شارجې ته روان وو.

Leave a reply