د احمد مسعود د قبر د ډبرې ماتېدل؛ ډاکټر عبدالله عبدالله غبرګون ښودلی دی   

0
93

د احمد مسعود د قبر د ډبرې ماتېدل؛ ډاکټر عبدالله عبدالله غبرګون ښودلی دی 

د پخواني حکومت د روغې جوړې مشر او د احمدشاه مسعود له نږدې کسانو څخه ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله ټوېټر پاڼه کې د قومندان مسعود د قبر د نړېدو په تړاو لیکلي، چې دا ډول کړنې متقابل زغم کمزوری کوي او ملي روحیه ته زیان رسوي.

 

(2022 / 11 / 5    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په هغه ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې، ښيي چې په پنجشیر ولایت کې د احمد شاه مسعود مقبره ویجاړه شوې ده.

بي بي سي فارسي د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې دغه قبر په پنجشیر ولایت کې د ا.ا. په مشرۍ د حکومت د نویو ځواکونو له خوا ویجاړ شوی دی.

د احمدشاه مسعود د مقبرې ویجاړول د ټولنیزو شبکو د کاروونکو له خوا ډېر غبرګونونه راپارولي دي.

د پخواني حکومت د روغې جوړې مشر او د احمدشاه مسعود له نږدې کسانو څخه ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله ټوېټر پاڼه کې د قومندان مسعود د قبر د نړېدو په تړاو لیکلي، چې دا ډول کړنې متقابل زغم کمزوری کوي او ملي روحیه ته زیان رسوي.

تر اوسه پورې دا دوهم ځل دی چې د ا.ا. د واکمنۍ له رانسکوریدو وروسته د احمد شاه مسعود مقبره نړول کیږي.

تر دې وړاندې ط.البانو د احمد شاه مسعود مقبرې ته څېرمه اتڼ کړی و. د دې عمل په غبرګون کې ط.الب چارواکو ویلي چې دا ډول کړنې د دوی په پالیسي کې نه دي.

اړوند موضوعات:

طالب مشران د احمد شاه مسعود په قبر

په همدې حال کې سرچینې وايي چې د  جنرال رازق کور په کندهار ولایت کې د ط.البانو د سیمه ییز حکومت له خوا د بسونو په تم ځای بدل شوی دی. د ط.البانو سرپرست حکومت د احمد شاه مسعود د مقبرې د نړېدو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Leave a reply