یوناما: موږ د ا.ا. له حکومت سره د ظریفې یعقوبي د وضعیت په اړه خبرې کړې دي

یوناما: موږ د ا.ا. له حکومت سره د ظریفې یعقوبي د وضعیت په اړه خبرې کړې دي
د جمعې په ورځ د سلواغې په دیارلسمه، یوناما وویل چې سوله ییزه غونډه د هر وګړي اساسي حق دی. دې ادارې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: “ټول افغانان له ویرې او نیولو پرته سوله ییزې غونډې او د بیان او نظر ازادۍ اساسي حق لري.”
(2022 / 11 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، د ظریفې یعقوبي او څلورو نورو کسانو د وضعیت په اړه یې چې د کابل په لویدیځ کې نیول شوي، د ا.ا. له حکومت سره خبرې کړې دي.
د جمعې په ورځ د سلواغې په دیارلسمه، یوناما وویل چې سوله ییزه غونډه د هر وګړي اساسي حق دی. دې ادارې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: “ټول افغانان له ویرې او نیولو پرته سوله ییزې غونډې او د بیان او نظر ازادۍ اساسي حق لري.”
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کابل په لوېديځ کې د افغان ښځو د مساواتو د غورځنګ د مطبوعاتي کنفرانس پر ځاى د ا.ا. ځواکونو بريد وکړ او د ظريفې يعقوبي په ګډون يې يو شمېر کسان ونيول.
یوناما د دغو بندیانو د وضعیت په اړه جزئیات نه دي ورکړي او نه هم د ا.ا. حکومت تر اوسه په رسمي توګه د افغان ښځو د غورځنګ د غړو د نیولو علت نه دی ویلي.
په کابل کې د دغو ښځينه فعالانو د نيول کېدو خبر پر ټولنيزو شبکو پراخ اغېز کړی او کاروونکو د «آزاد ظريفه» هشتګ په خپرولو سره د هغې د خلاصون غوښتنه کړې ده.





