کویټه کښې دوه نشه ی مواد قاچاق کوونکي اووژل شول
باغي ټي وي رپورټ
په کوئټه کښي د نشه ایزو موادو د کاروباریانو د ګرفتارولو لپاره د پولیس کاروائي دوران د پولیس او نشه ایزو موادو کاروباریانو تر مینځه انښته کښي دوه د نشه ایزو موادو کاروباریان مړه او یو ژوبل شوی دی.
دپوليسو ترمخه دکوئټې په شرقي بائي پاس سيمه کې بهوسه منډي سره نزدې دخالق شهيد پوليس دمنشه يي توکو دپلورونکي دنيولو لپاره چاؤدنه وکړه چې ملزم اؤ دهغه وروڼو لمړى په پوليس ډزي وکړې اؤ وروستو يې ډزې پيل کړې.
پوليس زياتوي چي په جوابي کاروائي کښي دري د نشه اي توکو خرڅونکي ورونه حبيب الله، فدا محمد او حاجي محمد ژوبل شوي دي ولي يو د نشه اي توکو يو کاروباري اشتهاري ملزمان په تيښته کښي کامياب شوي دي۔
د پوليس وينا ده چي ژوبل ملزمان هسپتال ته رسولو په مهال دوه ملزمان حبيب الله او فدا محمد مړه او يو ژوبل ملزم د کوئټې سول هسپتال ته رسولي شوي دي۔
خبرځاى زياته کړه: پوليسو د نشه يي توکو له يوه ډيپو څخه يوه اندازه نشه يي توکي ترلاسه کړي دي.
………………….