د کانونو او پټرولیم سرپرست د اساسي قانون د تطبیق پخواني رئیس ګل رحمن غازي سره وکتل.

0
87

د کانونو او پټرولیم سرپرست د اساسي قانون د تطبیق پخواني رئیس ګل رحمن غازي سره وکتل.

4 نومبر 2022

د کانونو او پټرولیم وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور نن د اساسي قانون پر تطبیق او څارنې کمېسیون له پخواني رئیس ګل رحمن غازي سره وکتل.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې کتنه کې شیخ دلاور وویل: افغانستان بې شمېره کانونه لري او له هغو فرصتونو سره چې اوس یې لرو، کولای شو هېواد د پرمختګ او اقتصادي ودې په لور رهبري کړو.

 

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وايي، د هېواد د کانونو په برخه کې په کار او فعالیت سره به اقتصادي نظام ښه شي او په هېواد کې به د کارموندنې فرصتونه برابر شي.

اړوند موضوعات

دلاور: افغانستان بهترین کشور برای سرمایه گذاری در معادن است

په همدې حال کې د اساسي قانون پر تطبيق د څار کميسيون پخواني رييس په دې کتنه کې وويل، چې دښمنان غواړي د افغانانو ترمنځ قومي جګړه پيل کړي او افغانان په درد او رنځ اخته کړي. هغه زیاته کړه، چې موږ ټول له جګړې ستړي شوي يو او نه غواړو اوسنی نظام بدل شي.

Leave a reply