رسنۍ هغه اسنادو ته رسیدلي دي چې د پاکستان د پلټنو غړیو د وژل شوی خبریال ارشد شریف په اړه کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
په نیروبي کې د پاکستاني خبریال ارشد شریف د وژنې په اړه تحقیقات روان دي چې په ترڅ کې یې د جیو نیوز ټیم د پاکستاني پلټونکو اسناد ترلاسه کړي دي.

د جيو نيوز ټيم پلټنو کښې دا هم څرګنده شوې چې ارشد شريف ته د وزټ ويزه سپانسر شوې وه، د سپانسر خط د کينيا کښې مېشت پراپرټي ډيولپر وقار احمد چې د خرم احمد ورور دی، لېږلی وو.
د FIA ډائريکټر اطهر وحيد او د آئي بي ډپټي ډائريکټر عمر شاهد حامد د دواړو وروڼو سره مرکه کړې ده.

د دواړو وروڼو نه د شوټینګ رینج کې موجود استادانو او نورو کارکوونکو تفصیلات هم غوښتل شوي دي.د پاکستاني پلټونکو لخوا استول شوی لیک هم په کینیا کې له پاکستاني دیپلوماتیکو چارواکو او بېلابېلو ادارو سره دی.
دا خبره د یادونې ده چې جیو نیوز هغه ودانۍ موندلې چرته چې کینیا کې وژل شوی خبریال ارشد شریف د نیروبي هغه اپارتمان کې اوسېده.

د جيو نيوز له مخې ارشد شريف د اګست په ۱۰ نيروبي ته له رسېدو وروسته د وقار احمد او خرم احمد په اپارتمان کې پاتې شو، په نيروبي کې د وقار احمد د اپارتمان په ودانۍ کې تر ۲۴ زيات لوکس اپارتمانونه دي، د اپارتمان ودانۍ يوازې ۱۰ دقيقې د پاکستان د عالي کمیشنرۍ څخه لرې ده.

د تفصیلاتو له مخې ارشد شریف د کینیا د ویزې ترلاسه کولو پر مهال پولیسو ته د همدې اپارتمان تفصیلات ورکړي وو، په داسې حال کې چې وقار احمد په دوبۍ کې د یوه برتانوي پاکستاني سوداګر په غوښتنه د ارشد شریف کوربه و.
…………….

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

Whatsapp官网下载

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram中文

电报

Telegram下载

wps下载

有道翻译下载