ډي پي او ګجرات وایی چې په عمران خان د برید کوونکي د نیټ ورک په اړه معلومات راټولوو
باغی ټي وي رپورټ
د ګجرات ډي پي او سید غضنفر شاه ویلي دي چې دوی د تورنو کسانو شبکه تعقیبوي چې پر عمران خان یې برید کړی و.
په ګجرات کښي ميډيا سره خبرو کښي ډي پي او اوويل چي عمران خان باندي د ډزو اصلي ملزم ګرفتار کړے شوے دے، اوس د ملزمانو د کورنئ غړو او د هغوي تعلق معلومول پکار دي او دا معلومه شي چي دا د کومي نيټ ورک سره تړلي وو۔ د رسنیو کیمرې، زموږ کیمرې او شخصي کیمرې د جرم په ساحه کې نصب شوي، ټولې ویډیوګانې به راټولې او بیاکتنه وشي.
ده ووئيل چې د پي ټي آئي كاركوونكي چې ملزم نيولے وو ډېر ښه كار كړے دے۔
ډي پي او اوويل چې درخواست ترلاسه کولو سره به سمدستي مقدمه درج کړي، وزيراعلي د جے آئي ټي جوړولو غوښتنه کړي ده نو ډير امکان شته چې د سي ټي ډي لخوا د هغه مقدمه درج کړے شي۔
سید غضنفر شاه وویل چې د لانګ مارچ د پوښښ لپاره ۲۱۰۰ پولیس ګمارل شوي او د استخباراتي ادارو په مرسته امنیتي پلان ښه شوی دی.
…………………