وزیردفاع ویلي دي چې د عمران خان برید تر شاه مذهبي تندلارو لا س دې

0
159

باغي ټي وي رپورټ
ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې دتندلارو دبيلا بيلو بيانونو څخه څرگنده ده چې دغه پيښه مذهبي تندلاريتوب ده، ددغه پيښې تر شا مذهبي تندلاري لاس لري.

قومي اسمبلۍ ته په وينا کې خواجه اصف وويل چې د پرونۍ پېښې هر څوک غندنه کوي، په دې کې شک نشته چې دا پېښه د ټول ملت لپاره د شرم باعث ده، حکومت غواړي چې د دې پېښې علت په ډاګه شي د داسې پېښو ذمه وار څوک مخې ته نه دي راغلي، په تېر کې د بېنظير په پېښه کې د راپورته شوو پوښتنو ځواب نه دی موندل شوی، نه د لياقت علي خان په پېښه کې هم کوم ځواب موندل شوی دی.
ددفاع وزير وئيلي دي چې دتندلارو دبيلا بيلو بيانونو څخه څرگنده ده چې دا دديني جنون له امله ده، دپيښې تر شا مذهبي تندلاري لاس لري.
خواجه اصف وويل په کومه سيمه کې چې پيښه شوې ده ټوله پوليس يې معطل کړي دي، دپنجاب وزيراعلي لخوا تورن کسان خپلې ضلعې ته وړل شوي دي، هغوي پيښې ته سياسي رنگ ورکولو هڅه کوي، مونږ پوهيږو چې چرته ده. د پېښې مخ اړول کېږي، د څېړنې ټولې اړتیاوې به پوره کېږي.

هغه زیاته کړه، چې د یوې ادارې له نوم څخه د استفادې غندنه کوي.
………………….

Leave a reply