په عمران خان د برید پیښه کښې وژل شوي تن معظم رور د عمران خان او حکومت څخه مهمه غوښتنه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
تيره ورځ په وزيراباد کې د تحريک انصاف په مشر عمران خان باندې په قاتلانه بريد کې د وژل شوي کس ورور د پنجاب حکومت او عمران خان څخه غوښتنه کړې ده چې مجرمان دې په هيڅ صورت معاف نه کړل شي.
په عمران خان قاتلانه حمله کښې د پي ټي آئي چيئرمېن فيصل جاويد په شمول 13 کسان ژوبل شوي وو، د معظم په نوم يو کس هم مړ شوے وو کوم چې د خپلو بچو سره په لانګ مارچ کښې برخه اخستې وه۔
د ډزو په پېښه کې د وژل شوي تن معظم ورور له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې تاسو یوازې ځئ خو زه د خپل اولادونه سره په لانګ مارچ کښې ګډون کوم، هغه اوویل چې موږ ویاړو چې زمونږ ورور مېړانه ترسره کړې ده او هغه باندې مونږ فخر کوو.
دوی وویل چې د پېښې فوٹیج دوی مخې ته دی چې پکې لیدل کېږي چې ورور مې ښکته شو، ټول وتښتېدل، یوازې ماشومان ورسره وو.
د معظم ورور زیاته کړه، چې مونږ له حکومت او له عمران خان څخه هم همدا غوښتنه لرو، چې د دغه شهید وینه دې هېڅکله بې ځایه نه شي، مونږ هیله لرو، چې زموږ د ورور وینه به هیڅ کله هم بې ځایه لاړه نه شي.
…………………






