د عمران خان په دواړو پښو مرمۍ لګیدلي دي : د روغتون رپورټ

باغی ټي وي رپورټ
د جناح هسپتال انتظاميې ترمخه د پي ټي آئي چيرمين عمران خان په دواړو پښو ګولۍ لګيدلې دي۔

د جناح هسپتال انتظامئي ترمخه د جناح هسپتال د آرتھوپیډک څانګې مشر ډاکټر سجاد ګوریه په مشرۍ کښې د عمران خان طبی ټیم د عمران خان د فرانزک معاینه کړې ده، فارنزک ډاکټر فرحت سلطانه هم په دغه ټیم کښې شامله وه.
د جناح هسپتال انتظاميه وائي چې عمران خان چې کله شوکت خانم هسپتال ته راوړل شو نو هغه بې هوښه شو، يوه ګولۍ يې په دواړو پښو ولګېده، بله ګولۍ يې په ښي پښې ولګېده، دويمه ګولۍ د چپې پښې په هډوکو لګېدلې ده.

د انتظامیې له مخې د عمران خان په دواړو پښو د زخمونو ۱۶ نخښې موندل شوي دي.
دا خبره د یادونې ده چې پرون په ګوجرانواله کښې د لانګ مارچ په مهال د پي ټي آئي چيئرمېن په کنټينر باندې د ډزو پېښه شوې وه چې پکښې يو تن مړ او د عمران خان او فيصل جاويد په شمول 13 کسان ژوبل شوي وو.

دسرچينو له مخې بريدکوونکي لمړى دپوستې ډزې کړي اؤ بيا يې ډزې کړې دي، بريدګر تورې جامې اغوستې وې.

په ټپيانو کې سناتور فيصل جاويد هم شامل دى، د حامد ناصر چټى زوى احمد چټى او چوهدري محمد يوسف هم ژوبل شوي دي. ويل کيږي چې د احمد چشتې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
…………………….

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

Whatsapp官网下载

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram中文

电报

Telegram下载

wps下载

有道翻译下载