په عمران خان برید، نن د جمعې نمونځ پس پی ټي آیی په ټول ملک کښې د احتجاج کولو اعلان کړې دې

0
159

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند پر عمران خان د پروني برید له امله نن په ټول هیواد کې د احتجاج اعلان کړی دی.

د پاکستان تحریک انصاف د سیکرټري جنرل اسد عمر لخوا په جاري شوي یو بیان کې ویل شوي چې نن د جمعې له لمانځه وروسته به په ټول هیواد کې احتجاجونه کیږي.

اسد عمر وايي، تر څو چې د عمران خان غوښتنې نه وي پوره شوې، په ټول هېواد کې به احتجاج ته دوام ورکړي.
ياده دې وي چې تيره ورځ وزيراباد کښې په قاتلانه حمله کښې د عمران خان، فيصل جاويد او د پي ټي آئي نورو مشرانو پشمول 13 کسان ژوبل شوي وو او يو کس هم ژوبل شوې وو۔

عمران خان او فیصل جاوید د لاهور په شوکت خانم روغتون کې تر درملنې لاندې دي خو حالت یې له خطره بهر دی.

د بله پلوه د پنجاب پولیس لا هم د برید کوونکي نه پلټنې کوي او پولیسو د نیول شوي تورن د پوليګرافیک ټیسټ کولو پریکړه کړې ده.
……………………..

Leave a reply