د کراچۍ څخه متحده عرب اماراتو ته وړونکی کانټینر څخه د درې ۳ لکو نه زیاتې نشه ی ګولې برامد شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د نشه يي توکو سره د مبارزې ځواک (ANF) په کراچۍ کې له دریو کانټینرونو څخه د 3 لکو نه زیات نشه يي ګولۍ برآمد کړې دي.
د اے این ایف ترجمان ترمخه د کراچۍ انټرنیشنل کانټینر ټرمینل کښې متحده عرب اماراتو ته د بار وړلو لپاره بک کړې شوي درې مختلف کنټینرونو د تلاشۍ په مهال درې لاکه نشه ایز ګولۍ برآمد کړې شوې دي.
د اے این ایف ترجمان ترمخه د برآمد شوؤ ګولیو ټول وزن 65 کلوګرامه دی په دې لړ کښې اے این ایف د کراچۍ اوسیدونکی یو ملزم نیولی دی.
د دې نه علاوه د بلوچستان په چمن سیمه کښې هم د دوه مختلفو عملیاتو په مهال 5220 لیټره ممنوعه کیمیکل برآمد کړی شوی دی.
په خيبرايجنسئ کښي د اے اين ايف او ايف سي ګډ کاروائي دوران د خيبر ايجنسئ نه په پلاسټيکي کڅوړو کښي شل کلوګرام چرس برآمد شوي دي۔
د تورنو کسانو پر ضد د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې قانون لاندې مقدمې درج شوې او پلټنې پيل شوې دي.
…………………….






