په عمران خان د ډزو پیښه، د شهباز شریف په مشرۍ کښې نن ددې په اړه یوه مهمه غونډه کیږي

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيرمين عمران خان باندي د ډزو پيښه باندي د غور لپاره نن د حکومتي اتحادي پارټو غونډه رابللي شوي ده۔
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې به نن د اتحادي پارټو غونډه کيږي چې پکښې به عمران خان باندې د ډزو پيښې نه پس په صورتحال غور کيږي۔ د اتحادي ګوندونو په غونډه کې به مرکزي مشران ګډون کوي.
بل لوري ته وزيراعظم شهباز شريف په ګوجرانواله کې د ډزو غندنه کړې او د پېښې په اړه يې سمدستي رپورټ غوښتى دى.
وزيراعظم د كورنيو چارو وزير ته هدايات كړې چې د پنجاب پوليس آئي جي او چيف سيكرټري نه دې سمدستي رپورټ وغواړي۔
شهباز شريف وويل وفاقي حکومت به دامنيت او پلټنو لپاره دپنجاب حکومت بشپړ ملاتړ کوي.
پر عمران خان ځانمرګی برید
ياده دي وي چي ګوجرانواله کښي د لانګ مارچ په مهال د پي ټي آئي چيرمين عمران خان په قاتلانه حمله کښي ژوبل شوي وو۔
دپوليسو ترمخه دگوجرانواله په الله والا چوک کې دپي ټي ائي په استقباليه کيمپ کې ډزې شوي چې له امله يې په سيمه کې وېره او دډېره خوريدلې اؤ په موقع موجود امنيتي ځواکونو بريد کوونکى په سمدستي توگه نيولى دى.
په الله والا چوک کې د ډزو وروستو امنيتي کسان سمدستي عمران خان ته ورغلل او هغه يې د باړې لاندې ونيولو او مخې ته يې د بلټ پروف جيکټ کېښود.
سرچينې وائي چې دعمران خان په ښي پښه ډزې شوې دي اؤ احمد چټه اؤ چوهدري محمد يوسف برسيره دپي ټي ائي مشر فيصل جاويد هم ژوبل شوى دى.
…………………………..






