د کندز په ۵ ولسوالیو کې د بې ځایه شوو سلګونه کورنیو استوګنځي بیا رغول کیږي.

0
116

د کندز په ۵ ولسوالیو کې د بې ځایه شوو سلګونه کورنیو استوګنځي بیا رغول کیږي.

3 نومبر 2022

د کندز ځایي مسوولین وایي، چې د دغه ولايت په ۵ ولسوالیو کې د بې ځایو شویو کورنیو څه باندې ۲ زره او ۵۰۰ استوګنځي بیا روغول کېږي.

 

د کندز د مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو چارو رييس مولوي عبدالولي محمدي وویل، چې په دغه ولایت کې یې د جګړې پر مهال د ويجاړو شويو کورونو د بيارغونې چارې پیل کړې دي.

نوموړي دغه رازهغه زياته کړه، چې اوسمهال د کندز په ۵ ولسواليو کې ويجاړ شوي کورونه د ملي او نړيوالو مرستندویو موسسو په همکارۍ د بيارغونې په حال کې دي.

اړوند موضوعات

د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې د وروستیو زلزله ځپلو لپاره ۱۲۰۰ کورونه جوړیږي.

اخوا د کندز يو شمېر اوسېدونکي چې کورونه يې په جګړو کې ويجاړ شوي، د خپلو کورونو د بيارغونې څخه خوښ دي خو وايي، چې د کډوالۍ او د جګړو له امله یې ډېر زیان لیدلی او اړتیا ده، چې په دې برخه کې ورسره زیاته همکاري وشي.

Leave a reply