په ننګرهار کې د ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبخور لپاره د څاڅکو سیستم جوړ شو.

0
111

په ننګرهار کې د ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبخور لپاره د څاڅکو سیستم جوړ شو.

3 نومبر 2022

د ننګرهار ولایت کانال ریاست مسٶلین وایي چې د کرنې مکانیزه کولو په موخه یې په (۳۲۶) جریبه ځمکه کې د (۱۸)میلیونو افغانیو په لګښت څاڅکو نوی سیستم جوړ کړی.

ځايي چارواکي وايي چې دغه سیستم په هېواد کې بېلګه نه لري او هڅه کوي، چې د کانال اړوند ځمکې د څاڅکو یا ډريپ سیستم له لارې اوبه کړي.

د ننګرهار د کانال رئیس مولوي غلام الرحمن کظیم وایي، چې دغه سیستم د ننګرهار کانال هډې فارم په پنځم بلاک کې د دوو کرنیزو شرکتونو له لوري د اتلسو میلیونو افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د نوي سیستم له لارې د اوبو ضایع کېدو مخنیوی کېږي، په کم وخت کې زيات شمېر نباتات اوبه کولی شي، په ځانګړې توګه د هغو ونو / نباتاتو لپاره چې په قطار کرل کېږي مناسبه لار ده.

رییس زیاتوي چې د څاڅکو سیستم د مناسب انډول ساتلو له لارې د کرنيزو نباتاتو ودې په زياتولو، د حاصل په لوړولو او کيفيت په ښه کولو کې د پام وړ ونډه لري.

اړوند موضوعات

کرنې او مالدارۍ وزارت: کنړ ولایت کې د پنځو کانالونو د ترمیم او پاکولو چارې پیل شوې.

هغه وايي، چې د څاڅکو يا ډريپ په طريقه اوبه لګول د نباتاتو د پاڼو، تنې او مېوو سره د اوبو اړیکه کموي او په ناروغيو باندې د نباتاتو اخته کېدو امکان کمېږي.

Leave a reply