ګجرانواله کښې د خلکو کمه شمیره، عمران خان بغیر د څخه وینا کولو واندې لاړو
باغی ټي وي رپورټ
د تحریک انصاف چیرمین عمران خان د کارکنانو د کمیدو له وجې مولانا ظفر علي خان کښې د وینا کولو نه بغیر وړاندې لاړو.
عمران خان لومړی ګډونوالو ته وویل چې له ما سره راشئ زه به تاسو سره په کچہری چوک کې خبرې وکړم خو عمران خان پرته له دې چې مولانا ظفر علي خان چوک ته وینا وکړي ولاړ شو.
د ځايي خلکو وينا ده چې عمران خان په مولانا ظفرعلي خان چوک کې د پي ټي ائي د کارکنانو د کمې شمېرې له امله خطاب ونه کړ او لاړ.
ياده دې وي چې پاکستان تحريک انصاف د سپټمبر په ۲۸مه له لاهور څخه د حقیقي ازادۍ مارچ پېل کړی و چې تېره ورځ د بېلابېلو ښارونو له لارې ګوجرانواله ته ورسېد. د پاکستان تحریک انصاف د لانګ مارچ وروستۍ مرحله اسلام اباد ده.
په دې اړه د پاکستان تحریک انصاف مشر فواد چوهدري پرون په یوه بیان کې وویل چې دا زمونږ مارچ دی، موږ به په خپله خوښه سفر کوو، تاریخ به بیا ځل ورکوو او بدلوو او ایمپورټډ حکومت به ستړې کړو.
……………………….