پاکستان سویلي افریقا ته په شل اووریز نړیوال جام سیالۍ کښې په ۳۳ منډو ماتې ورکړه

0
137

باغی ټي وي رپورټ
د ICCT شل اوریزه نړیوال جام د سوپر ۱۲ پړاو په مهمه لوبه کې پاکستان سویلي افریقا ته د Duckworth-Luis میتود له مخې په ۳۳ منډو ماتې ورکړه.

په سډني کرکټ لوبغالي کې د ملي لوبډلې کپتان بابر اعظم پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، ملي لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۵ منډې جوړې کړې.

د هدف په تعاقب کې د سویلي افریقا د توپ وهنې پر مهال د باران له امله لوبه ودرول شوه او بیا د Duckworth-Luis میتود له مخې سویلي افریقا ته په ۱۴ اورونو کې د ۱۴۲ منډو هدف ورکړ. خو د سویلي افریقا لوبډلې په ۱۴ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۱۰۸ منډې جوړې کړې.
شاداب خان، افتخار احمد، محمد حارث او محمد نواز د لوبډلې سکور دې مقام ته رسولو کې مهم رول ولوباوه.

د پاڼۍ په پیل کې محمد رضوان څلوریزه ووهله او د ۴ منډو په جوړولو د وین پارنیل له خوا بولډ شو، ورپسې محمد حارث په ۱۱ توپونو ۲۸ منډې جوړې کړې، چې ۳ شپږیزې او ۲ څلوریزې پکې شاملې وې. کپتان بابر اعظم ۶، شان مسعود ۲ او محمد نواز ۲۸ منډې وکړې او پویلین ته راستون شول.

د پاکستان لوبډلې لپاره افتخار احمد او شاداب خان په ترتیب سره ۵۱ او ۵۲ منډې جوړې کړې.
………………….

Leave a reply