وزیراعظم شهباز شریف د عمران خان په کانټینر د ډزو نوټس اخستې دې

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف په ګوجرانواله کې د ډزو غندنه کړې او د پېښې په اړه يې د فوري رپورټ غوښتنه کړې ده.

وزيراعظم د كورنيو چارو وزير ته هدايات كړې چې د آئي جي پوليس او چيف سيكرټري پنجاب نه دې سمدستي رپورټ وغواړي۔

په عمران خان باندې د ډزو په پېښه کې وزیراعظم خپل پریس کانفرنس لغوه کړی دی.
ياده دي وي چي ګوجرانواله کښي د لانګ مارچ په مهال د پي ټي آئي چيرمين عمران خان په قاتلانه حمله کښي ژوبل شوي وو۔

دپوليسو ترمخه دگوجرانواله په الله والا چوک کې دپي ټي ائي په استقباليه کيمپ کې ډزې شوې دي چې له امله يې په سيمه کې وېره او دډېره خوريدلې دي اؤ په موقع موجود امنيتي ځواکونو بريد کوونکى په سمدستي توگه نيولى دى.

په الله والا چوک کې د ډزو وروستو امنيتي کسان سمدستي عمران خان ته ورغلل او له هغه ګیر چاپیر د حفاظت لپاره راتاو شول او مخې ته يې د بلټ پروف جيکټونه ونیول. سرچينې وائي چې دعمران خان په ښي پښه ډزې شوې دي اؤ احمد چټه اؤ چوهدري محمد يوسف برسيره دپي ټي ائي مشر فيصل جاويد هم ژوبل شوى دى.
…………………..

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

Whatsapp官网下载

Telegram官网

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram中文

电报