اسلام آباد پولیسو او انتظامیه د عمران خان لانګ مارچ لپاره تیاریانې ګړندې کړي دي

0
169

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام آباد پوليس سره سره انتظاميي هم د پي ټي آئي لانګ مارچ لپاره تياري ګړندۍ کړي دي۔

د اسلام آباد انتظاميي د ايمرجنسي لپاره سي ډي اے نه لس ايمبولينسونه غوښتي دي په دي لړ کښي د اسلام آباد ضلعي مجسټريټ سي ډي اے ډيزاسټر مينجمنټ اتهارټي ته خط ليکلي دي۔

په مکتوب کې د حالاتو په نظر کې نیولو سره باید لس امبولانسونه او پنځه د اور وژنې وسایط هم ورکړل شي.
دا خبره د یادونې ده چې
پخواني وزيراعظم او د پاکستان د تحريک انصاف مشر عمران خان ادعا کړې ده چې کله اسلام اباد ته ورسيدو نو کوم پوليس چې زمونږ د مخنيوي لپاره ګمارل شوي وو زمونږ سره به يو ځای شي.

د پاکستان تحريک انصاف لانګ مارچ په پنځمه ورځ د ګونډانواله اډي ته رسيدلی دی. د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې عمران خان وویل، مارچ به هغه مهال پای ته ورسېږي چې ټاکنې سمدستي وشي.

هغه وویل چې موږ پسونه او وزې نه یو چې شاته وګرځو نو د الله جل جلاله حکم دی چې د غلو په وړاندې ودریږو او جهاد وکړو، دا غله د یوې بهرنۍ دسیسې له مخې پر مونږ مسلط شوي، که د پسونو په څیر یې ومنو نو بیا د ګډو او بیزو هیڅ کوم راتلونکې نه وي.
……………………

Leave a reply