اسلام آباد پولیسو د عمران خان لانګ مارچ په مهال اسلام آباد کښې وسله وال پولیس ګمارلو اجازت غوښتنې دې

0
160

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد پوليسو اسلام اباد ته د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ايي) د لانګ مارچ د رارسېدو پر مهال د وسله والو د ځای پر ځای کولو اجازه غوښتې ده.

آئي جي اسلام آباد د داخله وزارت وفاقي وزارت ته خط ليکلي دي چي په لانګ مارچ کښي د وسله والو ډلو سره د مقابلې لپاره د کوک رسپانس فورس (QRF) ځای پرځای کړي.

د اسلام آباد پوليس آئي جي ليکلي چې د لانګ مارچ په موقع د ترهګرۍ ضد سکواډ ته هم د تعينات کولو اجازت ورکړے شي۔
دسرچينو له مخې دوسله والو دځايې کولو غوښتنه دعلي امين ګنډاپور اؤ کامران بنگش بيانونو په رڼا کې شوې ده.

د سرچینو ترمخه د آئي جي اسلام آباد لخوا وفاقي داخله وزارت ته ليکل شوي خط کښي وئيلي شوي دي چي د لانګ مارچ په موقع د ترهه ګرئ ضد سکواډ تعينات کولو اجازت هم ورکړے شي کوم چي به د لانګ مارچ نه څه فاصله کښي تعینات کړے شي۔
……………………

Leave a reply