د پاکستان اقتصاد قوي کولو لپاره به چین خپلو هڅو ته دوام ورکړي: د چین هیواد ژمنه

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف چین ته له سفر وروسته اسلام اباد ته رسېدلی دی.
چین ته د شهباز شریف د ویزې د ورکړې ګډه اعلامیه خپره شوې چې له مخې یې د پاکستان لومړي وزیر د دغه سفر پر مهال د چین له ولسمشر او لومړي وزیر سره لیدلي او د چین ولسمشر د پاکستان د سفر بلنه منلې ده.
د دې نه علاوه د ليدنې په مهال د پاكستان او چين سټراټيجيك پارټنرشپ لا زياتولو په اړه اتفاق وكړې شو ولې شهباز شريف د سي پېك د لوړ كيفيت پرمختګ، د ون چائنا پالېسۍ په ملاتړ او د قامي اسمبلۍ په اړه د كار پېل كولو په اړه خپل عزم څرګند كړو۔ د دواړو هېوادونو د رېل پټلۍ د پروژې په ترسره کولو هوکړه وشوه.
د نوموړي په وينا، چينايي شرکتونه به په کراچۍ کې د څښاک د اوبو رسولو په ګډون په نورو سترو پروژو کې پانګونه وکړي، په داسې حال کې چې د راتلونکي کال په پيل کې د ګوادر هوايي ډګر د جوړېدو د بشپړېدو ډاډ ورکړل شوى دى.
وزيراعظم ووئيل چې په سي پېك كار كوي او د سي پېك نه بېلې شوې ټولې منصوبې به د چينايانو د امنيت معيار يو شان وي۔بل خوا د چين اولس مشر ووئيل چې چين به د پاكستان مالي استحكام لپاره خپلې هڅې جاري ساتي۔






