عمران خان د پي ټي آیی مشرۍ څوکۍ څخه لرې کول، لاهور هایی کورټ کښې نن ددې درخواست اوریدنه کیږي

باغي ټي وي رپورټ
د پارټۍ چيئرمېن د څوکۍ نه د عمران خان د لرې کولو د درخواست اورېدنه به نن کېږي.
د لاهور هائي کورټ د تحريک انصاف (پي ټي آئي) له څوکۍ نه د عمران خان د لرې کولو درخواست د اورېدنې لپاره ټاکلی دی.
د لاهور هائي کورټ جسټس ساجد محمود سيټهي به نن د عمران خان خلاف دائر درخواست سماعت کوي۔
ياده دي وي چي د عمران خان خلاف د توشه خانه کيس کښي د اليکشن کميشن پينځه کسيزه بينچ په متفقه توګه د پي ټي آئي چيئرمين نااهله ګرځولي وو۔
اليکشن کميشن د توشه خانې ريفرنس په فيصله کښې وئيلي چې عمران خان په کرپشن کښې ککړ دے نو د هغه خلاف به قانوني کاروائي شروع کيږي۔
بل خوا د پاکستان تحریک انصاف مرکزي مشرتابه د عمران خان د نااهلۍ په اړه د ټاکنو کمېشن پرېکړه رد کړې او دا یې د انقلاب پیل بللې وو.
……………………………………………..






