د پاکستان ملي کرکټ لوبډلې پخواني مشر سرفراز وزیراعظم شهباز شریف څخه غوښتنه کړې چې د پاکستان ټیم کوچ دې د دندې لرې کړې شي

0
113

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پخواني ټیسټ کرکټر سرفراز نواز له لومړي وزیر شهباز شریف څخه غوښتنه کړې چې د پاکستان کرکټ بورډ (PCB) مشر رمیز راجا دې له دندې لرې کړي.

سرفراز نواز د سه شنبې په ورځ خپل یو بیان کې رمیز راجا د پی سی بی په څیر اداره چلولو لپاره نا اهله وبلله.

دغه پخواني تېز توپ اچوونکي ویلي، چې د ۲۰ اورونو نړیوال جام کې د زمبابوې په څېر لوبډلې له شرموونکي او حیرانونکې ماتې پاکستان خواشینی شوی دی.
سرفراز نواز ویلي ‘رمیز راجا د ډراپ ان پچز او د څلور ملکې ټي ټوئنټي ټورنامنټ په تجويزونو بې‌ اعتمادي ښودلې، چيئرمېن پي سي بي په نېشنل کرکټ اکېډمۍ کښې د پرمختيائي پروګرام په نظر کښې نيولو سره د نوو کرکټرانو کيرير خراب کړے دے.

نوموړي پر رمیز راجا نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې هغه د کلب کرکټ په بیا پیلولو کې پاتې راغلی او د کرکټ د اتحادیو په ټاکنو کې یې کومه لېوالتیا نه ده ښودلې.

تر دې وړاندې د کرکټ پخواني لوبغاړي سکندر بخت هم د زمبابوې پر وړاندې له ماتې وروسته له رمیز راجا څخه د استعفا غوښتنه کړې وه.
………………………………

Leave a reply