د پی ټي آیی مشر اسد عمر وایی چې لانګ مارچ به په ۱۱ نومبر اسلام آباد ته رارسیږي

0
101

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف سيکرټري جنرل اسد عمر راولپنډۍ ته د پارټۍ چيرمين عمران خان په مشرۍ د لانګ مارچ نوي شيډيول جاري کړے دے۔

د پي ټي آئي مشر اسد عمر په سوشل ميډيا يو بيان کښې وئيلي دي چې عمران خان به د حقيقي ازادۍ مارچ د نوي شيډول مطابق د نومبر په لسمه راولپنډۍ ته رسي۔ اسد عمر زیاته کړې چې ټول کاروان به د نومبر په ۱۱مه اسلام اباد ته ورسېږي.
ياده دې وي چې پاکستان تحريک انصاف د اکتوبر په ٢٨مه نېټه د عمران خان په مشرۍ له لاهور څخه د حقايق ازادۍ مارچ پېل کړی و او د پي ټي ايي کاروان پرون ګوجرانواله ته رسېدلی و.

Leave a reply