سندهه صوبه کښې د بارانونو او سیلابونو له امله دوه لکه ماشومانو زده کړې ډیرې بدې متاثره شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ صوبې د تعليم او کلتور وزير سيد سردار علي شاه وئيلي دي چې د سېلاب له وجې په صوبه کې د دوه لاکه ماشومانو تعليم متاثره شوی دی.
سردار شاه د ویډیو لینک له لارې د یونیسف د تعلیم شریکانو ګروپ لخوا جوړه شوې بیړنۍ غونډه کې ګډون وکړ، د اقلیم د بدلون له امله د بې ځایه کیدو په اړه په نړیوال مرستندویه کنفرانس کې، په پاکستان کې د سیلابونو او په افریقا کې د وچکالۍ له امله د اغیزمنو ماشومانو لپاره د تعلیم د بیا رغونې په اړه خبرې وشوې.
په دې موقع د تعليم وزير سردار شاه د پاكستان نمائندګي وكړه او نړيوالې ټولنې ته يې په سندهـ كښې د سېلاب له وجې د تعليمي زيانونو په اړه معلومات وركړل۔
د تعليم وزير وويل د سېلابونو له وجې د دوه لاکه ماشومانو تعليم متاثره شوې چې پکې ٤٦ فيصده نجونې دي، په سندهـ کې د ٢٠ زره ٦٠٢ سکولونو ودانۍ زيانمنې شوي دي.
سردار شاه اوویل چې د تدریسي عمل بحالول دا مهال تر ټولو لویه ننګونه ده، د بحالۍ عمل کښې د سیلاب له وجې کمزورې شوې ودانې کښې ماشومان هم ځای نه شي نیولی، مونږ ته دا وخت د خیمو کلاسونه شروع کولو لپاره د شل زره خیمو ضرورت دی. د اقلیم د بدلون له امله، موږ باید د راتلونکو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړو چې د هوا لخوا لږ اغیزمن شوي.
………………………………………






