حکومت پریکړه کړې چې په سوشل میډیا د اعتراض وړ موادو خپرولو په ضد ایف اې ته د کاروایی کولو اختیار ورکړي

0
172

اغی ټي وي رپورټ
حکومت پریکړه کړې چې په ټولنیزو رسنیو کې د محدودیتونو لپاره نوي تعدیلات معرفي کړي.

د جيو نيوز له مخې، حکومت د اعتراض وړ موادو په بنياد د عمل کولو اختيار ايف آئي اے ته سپارلی او د تجويز شوي تعديلاتو له مخې د پاکستان پينل کوډ 505 برخه په ايف آئي اے ايکټ کښې شامله شوې ده۔
د دې په اساس به FIA په سوشل میډیا د هر یو استعمالونکي خلاف کاروائي کولی شي او استعمالونکي ته به د 7 کالو بند سزا اورولې شي.

په دې لړ كښې وفاقي كابينې د سركوليشن په ذريعه د ايف آئي اے ايكټ كښې د نورو بدلونونو منظوري وركړې ده ولې د ايف آئي اے په قانون كښې د ترميم حتمي منظوري به د پارليمان نه اخستلې شي د كومې نه پس چې ايف آئي اے په دې په ټولنیزو رسنیو کې کرکه لرونکی مواد په اړه اقدام كولې شي۔
د سمري ترمخه د ترميم نه پس به ايف آئي اے ته دا اختيار هم حاصل وي چې په سوشل ميډيا د هر قسمه جعلي خبرونو او افواهاتو په ضد کاروائي کولے شي او د پارليمان منظوري ورسته به د 7 کالو پورې د قيد سزا اورولې شي۔ د دې قانون له مخې وضع شوی.

ياده دې وي چې تر دې وړاندې د اسلام اباد هائي کورټ هم په سختو اعتراضونو سره د پيکا قانون کالعدم ګرځولې وو.
………………………………….

Leave a reply