له اسلامي امارت سره د هندوستان دوه مخی سیاست
له اسلامي امارت سره د هندوستان دوه مخی سیاست
د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ وروسته هندوستان افغانانو لپاره تر دریو زرو زیاتې ویزې کنسل کړې چې په دې کې د سیاسیونونو، ناروغانو، سوداګرو، محصلینو او سیاحت ویزې شاملې وې، په بشپړه توګه یې کنسل کړي او تر دې دمه ددغو خلکو سرنوشت نه دی معلوم دی.
(2022 / 11 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
هند چې په رسنیو او د پردې پر مخه د افغانستان تر ټولو نږدې دوست او ملاتړ کوونکی بلل کیږي ، د افغانستان له نظامونو سره تل دوه مخی سیاست کوي.
په افغانستان کې د جمهوریت نظام چې له هندوستان سره یې تر ټولو نږدې رابطې او همکاري لرله په سقوط سره یې هندوستان په افغانستان کې د خپلو تر ټولو نږدې همکارانو ویزې کنسل کړې.
د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ وروسته هندوستان افغانانو لپاره تر دریو زرو زیاتې ویزې کنسل کړې چې په دې کې د سیاسیونونو، ناروغانو، سوداګرو، محصلینو او سیاحت ویزې شاملې وې، په بشپړه توګه یې کنسل کړي او تر دې دمه ددغو خلکو سرنوشت نه دی معلوم دی.
هندوستان چې له جمهوریت سره یې نیمګړې او کمزورې دوستي پالـله او جمهوریت یې په نیمه کې پریښود اوس له اسلامي امارت سره هم ورته سیاست پیل کړی.
ا.ا.ا په مشرۍ موقت حکومت د جمهوریت له سقوط وروسته یې حاکم دی، هندوستان له بیلابیلو لارو د اړیکو د ټینګولو هڅه پیل کړه، له اسلامي امارت مشرانو سره یې بیلابیلې ناستې وکړې مګر له ناستو وروسته برعکس هندوستان په رسنیزو اعلامیو او خبري مجلسونو کې د اسلامي امارت پرخلاف او د دوی د سیاسي مخالفینو پر ګټه تبلیغات او ملاتړ کوي.
د اسلامي امارت د واکمنۍ پرمهال هندوستان بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د CPEC پروژې د افغانستان د ګډون کلک مخالفت کړی وو او دا یې د هندوستان په زیان بللې وه.
داراز هندوستان د اسلامي امارت له راتګ وروسته له چابهار هند ته افغان صادرات بند کړي وو.
د سیاسي چارو ځینې کارپوهان د هندوستان له لوري د CPEC په پروژه کې د افغانستان د ګډون مخالفت او د څه وخت لپاره په چابهار بندر له افغانستان څخه د صادراتو بندیدل تر ډیره د سیاسي ملاحظاتو په اساس او د اسلامي امارت پر وړاندې د اقتصادي منابعو د ودردیدل بولي.
هندوستان له زیاتې مودې د طالبانو پرخلاف دا فعالیتونه پیل کړې ، یو مهال چې ملا اختر محمد منصور ددې ډلې مشر ټاکل شوی وو د (ټايمز اف انډيا) ورځپاڼې په يوه سياسي تحليل کې دده انتخاب هند ته يو ستر خطر وباله او ویلي وو چې د افغانستان د طالبانو په نوي مشر د پاکستان د امنيتي او اطلاعاتي دستګاوو نفوذ، هندله زياتو ستونزو سره مخامخ کوي.
دغې ورځپاڼې څرګنده کړه: د طالبانو نوي مشر (ملا محمد منصور) مخکې له دې (مسعود اظهر) چې د ١٩٩١ کال د الوتکې په تښتونه کې لاس درلود؛ د الوتکې تښتونې مسووليت منلى و.
دغه هندي ورځپاڼې دطالبانو د هغه وخت مرستيال سراج الدين حقاني سوابقو ته په اشارې سره لیکلي وو : چې دى په ٢٠٠٨ ميلادي کال کې په کابل کې د هند د سفارت په وړاندې د بمي بريد په دليل چې د يوه ديپلومات په ګډون ٥٨ تنو د وژل کيدو سبب شو؛ په بشپړه توګه په يوه پيژندل شوي شخص بدل شوى دى .
په دې تحليل کې ويل شوي دي: د طالبانو په نوي مشر پورې اړوند سراج الدين حقاني هم د افغانستان د پخواني جمهور رييس حامدکرزي پرخلاف ناوړه قصد رهبري کړى دى .
ورځپاڼې زیاته کړې وه ؛ په افغانستان کې د طالبانو د فعاليت مسووليت به د حقاني په اوږو کيښودل شي چې دا په افغانستان کې د هند د ګټو د ګواښ مانا لري .
شننونکي له افغانستان سره د هندوستان د پردې تر مخه دا دوستي په نېک فال نه نیسي، دوی داسې فکر کوي چې هندوستان د افغانستان او پاکستان له سیاسي مشکلاتو ناوړه ګټه پورته کوي، هند تل افغانستان د لوبې د یوه ډګر په توګه د پاکستان په مقابل کې کارولی او داسې ښکاري چې د افغانستان په مسایېلو کې د پاکستان حساسیت له همدې کبله دی.
کله چې په ۱۹۹۴ کال کې طالبان را پیدا شول، بیا چې طالبان تر کابله ورسیدل نو دوی د کشمیر مجاهدینو سره اړیکه پیدا شوه او په دې توګه د هندوستان قهر زیات شو، هندوستان د شمال اتحاد حمایت وکړ او هغوی ته به یې پیسې او وسلې ورکولې، اوس هم د طالبانو پرخلاف ورته چاره عمل کوي، د مقاومت جبهې په ګډون د ډیرو مخالفو مشرانو حمایت او ملاتړ کړي.
اسلامي امارت ویلي دوی غواړي له هند سره خپل روابط ښه کړي، د جمهوریت له سقوط وړاندې یو ځل زلمي خلیلزاد هم هند ته د خپل سفر په مهال له هندي چارواکو وغوښتل چې هندوستان د اسلامي امارت سره خپلې اړیکې ښې کړي، خو هندوستان د افغان دولت په موجودیت کې دې خبرې ته ترجیح ور نه کړه، آن داسې یو فکر هم موجود دی چې هندوستان د خپلو افغاني ملګرو سره یو ځای د قطر د سولې د خبرو سبوتاژ هڅه کوله.
شننونکي هندوستان د افغانستان هغه دښمني ګڼي چې تل یې افغانانو ته په شهدو کې زهر ګډ کړي دي، او اوس له اسلامي امارت سره هم د تیر تاریخ تکرار او ورته دوه مخی سیاست مخې ته بیايي.