د ترهګرۍ صد عدالت د ایم کیو ایم د مشرانو په ضد د سپکاوي په مقدمو کښې پریکړه اورولې او بري شوي دي

0
104

باغی ټي وي رپورټ
د ترهګرۍ ضد عدالت د ایم کیو ایم د مشرانو په ضد د سپکاوي په دریو مقدمو کې فیصله اورولې ده.

د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د فاروق ستار، وسیم اختر او خواجه اظهر په ګډون د ټولو تورنو کسانو د بریت درخواستونه ومنل.
دغې محکمې سلمان مجاهد بلوچ په دوو مقدمو، رؤف صدیقي او قمر منصور په یوه یوه مقدمه کې بري کړي دي.

د پوليسو ترمخه د ملزمانو خلاف په کال ۲۰۱۶م کښې د ملير سټي، سچل او بريګيډ پوليس سټيشنونو کښې مقدمې درج کړې شوې وو چې پکښې د ايم کيو ايم باني ته د سپکاوي په وينا کښې سهولت ورکولو تورونه لګول شوي وو۔

Leave a reply