په هیواد کښې د کور استعمالو ګاز بیعې لوړې شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
په هیواد کې د مایع پټرولیم ګاز (LPG) بیه نوره هم لوړه شوې ده.
د تیلو او ګیس ریګولیټري اتھارټی (اوګرا) لخوا جاري شوي نوټیفیکیشن له مخې د ایل پی جی په نرخ کښې 2.95 روپۍ فی کیلو ګرامه زیاتوالی راغلی چې له دې وروسته د ایل پی جی نوې بیه 204.16 روپۍ فی کلوګرامه شوې ده.
نوټيفيکيشن کښې وئيلي شوي دي چې د دې زياتوالي نه پس د 11.8 کلو د کورني ايل پي جي سلنډر په مجموعي توګه 34 روپۍ 91 پيسې ګران شوي دي او اوس د 11.8 کلو گرام د کورني ايل پي جي سلنډر قيمت 2409 روپۍ 16 پيسې ټاکل شوې ده.
دا خبره د یادونې ده چې وفاقی حکومت د تیلو نرخونو نه زیاتولو پریکړه کړې ده، په داسې وخت کښې چې عام اولس غوښتنه کوي چې د تیلو نرخونه دې کم کړې شی او خوراکی توکی دې هم ارزان کړې شي.