د پاکستان او چین هیوادونو ستراتیژک شراکت داري او اړیکو د لا قوي کولو باندې اتفاق کړې دې
باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د چين اولس مشر شي جن پنګ سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د دوه اړخيزه مرستې په زياتولو او د ستراتيژيك شراكتدارۍ په مضبوطولو اتفاق وكړو۔
دا د وزيراعظم په توګه د شهبازشريف وړومبۍ دوره ده چې چين ته د وزيراعظم په توګه دوره کوي، د وفاقي وزيرانو، خاص مرستيالانو او لوړ پوړو حکومتي چارواکو يو پلاوی هم له وزيراعظم سره دی.
وزيراعظم شهباز شريف بيجنګ کښې د چين اولس مشر شي جن پنګ سره وليدل، ملاقات کښې د پاکستان او چين ترمينځه دوه اړخيزه همکاريو په خاصه توګه په اقتصادي څانګو خبرې اترې وشوې۔
د دواړو هېوادونو مشرانو د سي پېک په شمول د څو اړخيزه همکارۍ په زياتولو او د ستراتيژيک شراکت په لا پياوړتيا موافقه وکړه.
وزيراعظم به نن د چين د سرمايه كارانو او پاكستاني سوداګرو سره هم ملاقات كوي٬ د سي پېك پشمول د پاكستان او چين ترمېنځه څو اړخيزه مرستې لا زياتولو لپاره به خبرې اترې كولې شي۔
.#PMShehbazinChina meets Xi Jinping President of the People's Republic of China. The meeting starts in Great Hall of the People Government office in Beijing. pic.twitter.com/y2eyh94DLO
— Marriyum Aurangzeb (@Marriyum_A) November 2, 2022