سایفر او د آډیو لیک معامله، ایف آیی اې عمران خان، اسدعمر او شاه محمود قریشي راغوښتي دي

0
51

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) عمران خان ته د سایفر انکوائري او د بهرنۍ فنډنګ کیس د تحقیقاتو لپاره راغوښتنې دی، اسد عمر د آډیو لیکس تحقیقاتو لپاره نن د نومبر په 2مه د ماسپښین 12 بجې ایف آیی اې راغوښتې دې.
ايف آئي اے د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان ته د سيفر انکوائري کښې د حاضرېدو نوټس جاري کړے دے او هغه ته ئي د نومبر په 3مه نيټه غرمه 12 بجې ايف آئي اے ته د وړاندې کولو لپاره لارښوونه شوې ده.
ايف آئي اے پخوانى خارجه وزير شاه محمود قريشي هم سبا د نومبر په دريمه نيټه غرمه دولس نيمو بجو احضار کړے دے۔
ايف آئي اے د بهرنو فنډنګ کيس کښې پخوانې وزيراعظم عمران خان هم د نومبر په اوومه نېټه ايف آئي اے لاهور ته راغوښتنې دې.
ياده دې وي چې د عمران خان په مشرۍ د پي ټي آئي لانګ مارچ هم اسلام اباد ته روان دے، څو ورځې وړاندې یو ښځینه خبریاله هم د عمران خان کانټینر څخه راپریوتله او مړه شوه، بیګا یوه بله بده پیښه هم شوې او د لانګ مارچ ټرک څخه یو د ډیر عمر تن راغورځیدلې دې او په روغتون کښې ی ساه ورکړې ده.
……………………….

Leave a reply