پیښور او شا وخوا سیمو کښې د ډینګې ناروغې مریضان مخ په زیاتیدو دي
باغی ټي وي رپورټ
پيښور کښي د ډينګي مريضانو شميره په پرله پسې توګه مخ په زياتيدو ده۔
د راپورونو له مخې د پېښور په درېو تدريسي روغتونونو، ليډي ريډنګ، خيبر ټيچنګ او حيات اباد ميډيکل کمپلکس کې د ډينګي ناروغانو لپاره بسترونه مختص شوي دي. چيرته چي د ډينګي نه زيات مريضان تر علاج لاندي دي۔
د صحت محکمي رپورټ ترمخه پيښور کښي د ډينګي اووه زره نه زيات کيسونه رامخي ته شوي دي چي د ډينګي مريضانو شميره د صوبي مختلفو ضلعو په پرتله پيښور کښي تر ټولو زياته ده۔
په صوبه کښي د ډينګي نه متاثره مريضانو شميره 18 زره ته رسيدلي ده ولي 15 کسان د ډينګي له وجي مړه شوي دي۔
بل لوري ته په پيښور کې د ډينګي پيښو د زياتيدو وروستو په بازار کې د ډينګي تبې لپاره استعمالېدونکي اکثره دواګانې يا خو ورکې شوي دي او يا که موجودې وي نو قيمت يې دوه چنده شوي دي.
…………………………………