د پي ټي آیی لانګ مارچ کښې یوه بله بده پیښه شوې، یو د ډیر عمر تن د ټرک څخه راغورځیدلې او مړ شوې دې

0
159

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) په لانګ مارچ کې يوه بله حادثه شوې ده، د پي ټي ائي يو کارکن چې د تيرې جمعې په ورځ د لاهور په هالي روډ باندې له ټرک څخه د راپريوتو له امله ټپي شوی وو، په روغتون کې ساه ورکړه.

په سي سي ټي وي فوټيج کې ليدل کيږي چې د حسن بلوچ په نوم يو کارکن د پي ټي ائي بينر په ټرک کې سپاره وو چې په لانګ مارچ کې د ګډون لپاره روان وو چې ناڅاپه د يوې ونې له ښاخونو سره ټکر شو او سخت ژوبل شو.

حسن بلوچ د زخمونو له وجې تيره ورځ سروس هسپتال ته رسولے شوے وو چرته چې هغه ساه ورکړه۔49 کلن حسن بلوچ د لوهاري ګیټ د سوتر منډي اوسیدونکی وو چې خاورو ته وسپارل شو.
ياده دې وي، چې له دې وړاندې د پاکستان تحريک انصاف د لانګ مارچ د کامنکي پر لاره د رانجي تلويزيون يوه ښځينه خبرياله صدف نعيم د عمران خان له کانټينر څخه ولوېده او مړه شوه.

Leave a reply