د قامي اسمبلۍ د مذهبي چارو قایمه کمیټۍ هند څخه د کرتار پور زیارت ته راتلونکو سیکانو لپاره د فیس کمولو سپارښتنه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
مذهبي چارو لپاره د قومي اسمبلۍ قائمه کمېټۍ د کرتارپور د زیارت کوونکو لپاره د فیس کمولو سپارښتنه کړې.
د قائمه کميټۍ په غونډه کې د کميټۍ مشر وويل چې کرتارپور ته تلونکي خلک شکايت کوي چې هغوي ته وخت کم دى، زيارت کوونکي وايي چې لمونځونه نه شي کولاى.
چارواکو ویلي، چې د پاکستان او هند تر منځ د شوې هوکړې له مخې له هند څخه راغلي حاجیانو ته د شپې تېرولو اجازه نه ورکول کېږي.
د مذهبي چارو سيکرټري وويل چې موږ د لومړي وزير دفتر ته سپارښتنه کړې چې د 20 ډالرو فيس دې ختم کړل شي.
د کمیټې غړي خیال داس کوهستاني وویل، زه فکر کوم چې فیس باید په بشپړه توګه لغوه نه شي، البته باید کم شي، د حاجیانو وخت باید وغځول شي ترڅو عبادت بشپړ شي.
د کميټۍ چيئرمېن د کرتارپور د زيارت کوونکو د فيس 10 ډالره سپارښتنه کړې ده.
د مذهبي چارو سيکرټري وويل د حج او عمرې قانون قومي اسمبلۍ ته لېږل شوی خو لا نه دی منظور شوی، کمېټۍ سپيکر ته د حج او عمرې قانون د منظورۍ سپارښتنه هم کړې ده.
……………………..





