د ایران مختلفو ښارونو کې لاریونونو زور اخیستی او د مړو شمیر له ۲۵۰ پورته شو.
د ایران مختلفو ښارونو کې لاریونونو زور اخیستی او د مړو شمیر له ۲۵۰ پورته شو.
1 نومبر 2022
د ایران د تسنیم خبري آژانس له مخې د یاد هیواد په بیلابیلو ښارونو کې لاریونونو د حکومت پر وړاندې زور اخیستی او د مظاهرچیانو او پولیسو تر مینځ اخ و ډب هر زیات رامنځته شوی.
همدا راز د ایران د بشري حقونو اړوندې ادارې خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د لاریونونو له پیل راهیسې د پولیسو په ډزو کې تر اوسه ۲۸۴ کسان وژل شوي.
سرچینې زیاته کړې چې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. په ایران کې له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې د مهسا امیني د وژل کېدو په غبرګون کې لاریونونه پیل شوي.
اړوند موضوعات
ایران کې د سختو امنیتي تدابیرو سربیره د نظام پر وړاندې لاریونونو زور اخیستی.
د یادونې وړ ده چې د ایران حکومت خبر ورکړی چې د حکومت ضد لاریون کوونکو شاوخوا زر کسان د ناامنۍ په تور محکوم کړي دي.