خیبر پښتونخوا کښې پر ماشومانو او ښځو د جنسي تیري کولو کسانو په ضد د سختې قانونی کاروایی او قانون جوړولو غوښتنه شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
په خېبر پښتونخوا کې پر ماشومانو د جنسي تېري په پېښو کې د پرله پسې زیاتوالي له امله له حکومته په دې لړ کې د سختو قوانینو د عملي کولو غوښتنه شوې ده. ياده دې وي چې د صوبايي اسمبلۍ په تېره غونډه کې د اپوزېشن لخوا له ماشومانو سره د جنسي تېري پېښو کې د زياتوالي او د قتل په پېښو کې د زياتوالي له امله د تحريک التواء تحريک جمع کړل شوى وو، د شورو په ورځ د صوبايي اسمبلۍ په غونډه کې د ایم پي اې نګهت اورکزۍ په ګوته کړه چې د ستمبر په 16مه نيټه په بڈھ بيره کې د يوې 26 کلنې ښځې سوځيدلى مړى موندل شوى وو او دې سوځېدلي جسد ته اشاره کړې وه.
نوموړې درې ورځې وړاندې تښتول شوې وه، چې جسد يې موندل شوی و، په همدې ډول د سپټمبر په مياشت کې هم يوه سړي خپله مېرمن د ناموس په نوم وژلې وه، په داسې حال کې چې په ايبټ اباد کې مور او لوڼې وژل شوې وې، په ميران کې يوه ښځه د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوې وه، په اپر دير کښي يوه زنانه په ډزو وژلې شوې، په چارسده کښي د يوې ځوانې ماشومې جسد برآمد کړے شو چې جنسې تیرې پر شوې وو، نوښار کښې د شپږ کلنې ماشومې سره جنسې تیرې شوې وو،ایم پی اې نهګت ویلي وو چې دا پیښې د پولیس د راپورنون برخه نه جوړیږي.
……………………





