د پي ټي آیی مشر شهباز ګل نامه په اي سي ایل کښې شامله شوې ده

0
175

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي د مشر شهباز ګل نوم ايګزټ کنټرول لسټ (اي سي ايل) کښې شامل کړے شوے دے۔

دسرچينو ترمخه دکابينې په منظورۍ دپي ټي ائي دچيئرمين عمران خان چيف اف سټاف شهباز گل نوم اي سي ايل کې اچول شوى دى.

سرچينې وائي داسلام اباد ضلعي انتظاميې په سفارش د شهباز ګل نوم په اي سي ايل کې شامل کړل شوى دى.
دا خبره د یادونې ده چې څخه وخت وړاندې شهباز ګل د پولیسو له د هیواد سره په غدارۍ قضیه کښې ونیول شو او څو ورځې پس بیا خوشې کړې شو.
وفاقي حکومت د پي ټي آئي مشر شهبازګل ضمانت منسوخ کولو لپاره سپريم کورټ کښې درخواست جمع کړے دے۔

د جيو نيوز ترمخه د رياست لخوا درخواست د اسلام آباد سټي مجسټرېټ لخوا جمع کړے شوے وو چې پکښې وئيلي شوي وو چې شهباز ګل د رياست خلاف د غدارۍ او بغاوت ته د هڅولو تور لګولې دې ولې د اسلام آباد هائي کورټ په دې اړه سمې پلټنې نه دې کړې۔

د اسلام آباد سټي مجسټرېټ لخوا جمع کړې شوې درخواست کښې د شهباز ګل د ضمانت فيصله منسوخ کولو غوښتنه شوې ده۔

Leave a reply