چین په امریکا غږ کړې چې باید امریکا له چین هیواد سره تعصب و نه کړي
باغی ټي وي رپورټ
چین وايي، امریکا باید له چین سره د معاملې پر مهال له تعصبه کار واخلي.
د بهرنيو رسنيو د راپورونو له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلينکن سره په ټيلېفوني خبرو کې وويل، امريکا بايد له چين سره په معامله کې تعصب ونه کړي.
هغه وويل، امريکا بايد د چين په اړه د اټکلونو په اړه د تعصب له لېنس څخه ډډه وکړي، د چين داخلي او بهرنۍ تګلارې روښانه او شفافې دي او د چين ستراتيژيک نيت هم څرګند دی.
دا خبره مهمه ده او باید یادونه وشی چې امریکا پرېکړه کړې چې له چین سره د مقابلې لپاره هند خپل دفاعي متحد کړي.
د بهرنيو ميډيا رپورټونو ترمخه د چين په اړه د امريکې دفاعي سټراټيجي جاري شوې چې پکښې امريکې د چين سره د مقابلې لپاره هند ته د دفاعي اتحادې جوړولو فيصله کړې ده د امريکې په نېشنل سټراټيجک رپورټ کښې د پاکستان نوم شامل نه دې۔
د پنټاګون د ملي دفاعي ستراتیژۍ له مخې چین د امریکا ستراتیژیک حریف دی،په بیان کښې ویل شوی دي چې امریکا او هند به په ګډه د چین پر ضد مبارزه کوي، د دې تګلارې له مخې به امریکا د چین له خوا د برید په صورت کې له هند سره مرسته کوي.
د امریکا د ستراتیژۍ په راپور کې راغلي چې چین یوازینی هېواد دی چې د نړۍ نظم ته د بدلون راوستلو توان او اراده لري، د چین او روسیې تر منځ اړیکې مخ په زیاتېدو دي، د امریکا دفاع به له چین سره د مقابلې لپاره پیاوړې شي او له افغانستانه څخه له امریکایی ځواکونو وتلو وروسته په منځني ختیځ کې د امریکایی ځواکونو شتون به هم سم کړل شي.
د دې تر څنګ به د خلیج د همکارۍ شورا، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان سره هوايي او توغندیز دفاعي همکاري دوام ولري.