د کډوالو وزارت وایي: تیرو دوه ورځو کې نیږدې پنځه زره افغان کډوال له ایران هیواده راستانه شوي.

0
102

د کډوالو وزارت وایي: تیرو دوه ورځو کې نیږدې پنځه زره افغان کډوال له ایران هیواده راستانه شوي.

31 اکتوبر 2022

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خپله یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې د روانې لړم میاشتې په وروستيو دوو ورځو کې له ایران څخه ۴زره ۸۲۲ افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

 

دغه وزارت نن په خپله ټویټرپاڼه ویلي چې د لړم په ۷مه او اتمه له ایران څخه د نیمروز د ورېښمو پله او د هرات د اسلام کلا له لارې ۴ زره او ۸۲۲ افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

اړوند موضوعات

تیره میاشت کې له ایران څخه څه باندې ۳۴ زره کډوال خپل هیواد ته راستانه شوي.

وزارت په دې اړه مـعـلومـات نـه دي ورکړي چې دغه کډوال په زور له ایرانـه ایستل شوي او که په خپله خوښه را ستانه شوي، خو له دې مخکې دغه هېواد په زرګونه افغانان د افغانستان خاورې ته را اړولي دي.

 

یاده دې وي چې تیره میاشت تقریبا ۳۴زره افغان کډوال له ایران څخه خپل هیواد ته د هرات اسلام کلا، نیمروز وريښمو پل او نورو لارو جبري او پخپله خوښه راستانه شوي.

Leave a reply