پروان او تخار ولایتونو کې د سلګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
پروان او تخار ولایتونو کې د سلګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
31 اکتوبر 2022
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) مرستې د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ اړوند پر! ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو چې مخکې د تطبیق کوونکې مؤسسې (شلتر فارلایف) له خوا پیژندل شوي وو، وویشل شوې. په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، لوبیا او مالګه شامله ده. دا په داسې حال کې ده چې دغه بهیر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ د یاد ولایت په نورو ولسوالیو کې دوام لري.
همدا راز د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ او د WFP مؤسسې له خوا د خوراکي توکو د ویش لړۍ د پروان ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې چې د AWARD مؤسسې له لورې تطبیق کیږي، جریان لري.
اړوند موضوعات
پروان ولایت کې نیږدې ۵زره اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کیږي.
په دغو مرستو کې ۵۰ کیلو ګرامه وریجې، ۵ لیتره غوړي، ۶ کیلو دال، د ماشومانو لپاره د خوارځواکۍ توکي او څه اندازه مالګه شامله ده. د ویش لړۍ د پروان ولایت په مرکز کې ۴۴۰۰ اړمنو کورنیو لپاره، په جبل السراج ولسوالۍ کې ۲۲۰۰ کورنیو لپاره، په بګرام ولسوالۍ کې ۳۷۰۰ کورنیو لپاره، په سیدخیل ولسوالۍ کې ۱۶۰۰ کورنیو لپاره او په سیاګرد غوربند ولسوالۍ کې ۵۷۰۰ کورنیو لپاره جریان لري او په نوموړو ولسوالیو کې پاتې ۲۸۷۰ کورنۍ نوې سروې شوې چې وروسته به د ویش په بهیر شاملې شي .