عمران خان په اسټبلشمنټ غږ کړې او غوښتنه ی کړې چې خدای خاطر وکړې او ددې هیواد غلو سره مه ودریږي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف چیرمین عمران خان یو ځل بیا اسټیبلشمنټ ته خطاب کړی او ویلي یې دي چې د الله د رضا لپاره له غلو سره مه کېږه.
کامونکی کې د لانګ مارچ ګډونوالو ته په خطاب کې عمران خان وویل، چې له دوی سره ولاړ دی، له دوی سره به رنګارنګ شی، مشرف دواړه کورنۍ د فساد په تور لرې کړې، بیا ټول ولس له اسټیبلشمنټ سره ودرېد، تاسو دوی پاک کړل او بیا مو په مونږ مسلط کړل.
د پي ټي ائي چئیرمین عمران خان اوویل چې تاسو دا غله پیژنئ، هیڅ پاکستانی یې نه پیژني، تاسو کله په بندو خونو کې د غله پریکړه وکړه او کله مو پاکه کړل، د پاکستان اولس خو څه ګډې بیزې نه دي، عمران خان اوویل چې مونږ انسانان یو، د خدای لپاره د پاکستان قوم ته د حیوان په سترګه مه ګورئ.





