په هرات کښې د اسلامی امارت په ملاتړ کښې غونډه شوې
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په هرات ولایت کښې سلګونو خلقو د امارت اسلامی په ملاتړ کښې یوه لویه غونډه وشوه.
په دې غونډه کښې ګډون کوونکو د امارت اسلامی ملاتړ اعلان کړو او وې ویل چې افغان اولس به د طالبانو حمایت او ملاتړ کوي.
د غونډې شرکت کوونکو نړيوالو مالي ادارو او امریکا نه غوښتنه وکړه چې د افغانستان کنګل شوې روپې دې خلاصې کړي چې د افغان حکومت اقتصادی ستونزه هواره شي.
#هرات کې د ا.ا.ا په ملاتړ غونډه تر سره شوه
د هرات ولایت سلګونه اوسېدونکو د یوې غونډې په ترڅ کې د ا.ا.ا څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. همدارنګه د غونډې ګډونوالو له نړیوالې ټولنې څخه هم وغوښتل؛ تر څو د افغانستان ګنګل شوې پیسې خلاصې کړي او پدې سره افغانان له اقتصادي ستونزو څخه وژغوري. pic.twitter.com/a0BpGq9pd8— RTA Pashto (@rtapashto) September 26, 2021